چارواکي: پنجشیر کې د ګیلاس میوې حاصلاتو ته هیله مندي ډېره شوي

ارشیف، د ګیلاس میوه

د پنجشير ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، په دې ولايت کې د ګيلاس ميوې حاصلاتو ته هيله مندي ډېره ده.

د دې ولايت د کرنې رياست مشر عبدالروف یعقوبي وايي، هغه نيالګي چې درې کاله وړاندې کښېنول شوي وو، د ښې ساتنې په وجه یې سږني حاصل ته هیلې ډېرې دي.

د دې رياست د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۳ میلادي کال راهيسې تر ۲۰۲۰ کاله پورې د دغه ولایت په شااوخوا ۷۷۱ جريبه ځمکه کې د ګيلاس نيالګي کېنول شوي دي‌.

د پنجشير ولايت د کرنې رياست د معلوماتو پر بنسټ دغه ولايت د ګيلاس ميوې لپاره ښه هوا او مناسبه خاوره لري.