هلمند چارواکي: ۱۱۰ طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي

ارشیف، افغان امنیتي ځواکونه

افغان چارواکي په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د نژدې یو نیم سل وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

په هلمند کې جګړو په تېرو دوو- درېیو ورځو کې سخت زور اخېستی دی.

د هلمند امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې چې نن سهار خپور شو، ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په مرکز لښکرګاه او نهر سراج، ناوې، ګرمسېر او واشېر ولسوالیو او همدا راز د ۶۰۱ نمبر لویې لارې په اوږدو کې د پوځي عملیاتو پر مهال ۱۱۰ طالب وسله وال وژل شوي او ۳۷ تنه نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د جګړو له تودېدو سره ښکېل اړخونه په پرله پسې ډول یوبل ته د درنو زیانونو د اړولو ادعاوې کوي.