دفاع وزارت: هلمند کې طالب قوماندان مولوي رحم الدین ووژل شو

ارشیف، د ارزګان طالبان

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د مولوي رحم الدین په نوم د وسله والو طالبانو یو مهم قوماندان په هلمند کې وژل شوی.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان دوشنبه ناوخته په خپل ټوېټر باندې لیکلي چې مولوي رحم الدین د لښکرګاه شااوخوا جګړه رهبري کوله چې په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

پرون او وړمه ورځ د هلمند د مرکز لښکرګاه شااوخوا څو سیمو کې د افغان پوځیانو او طالبانو سختې جګړې روانې وې.

د افغانستان دفاع وزارت دا هم ویلي چې هلمند ته یې تازه دمي کمانډو ځواکونه استولي او وسله وال طالبان پرمختګ ته نه پرېږدي.

وسله والو طالبانو تر دوشنبې ناوخته په هلمند کې د ور اوښتې مرګژوبلې او جګړې په اړه څه نه و ویلي.