چارواکي: فراه کې یوه ښوونځي ته نږدې چاودنې ۲۱ تنه ټپیان کړي

ارشیف

د فراه روغتیايي چارواکي وايي، یوه ښوونځي ته نږدې بمي چاودنې ۲۱ تنه ټپیان کړي دي.

د فراه د ولایتي روغتون رییس عبدالجبار شایق پرون دوشنبه (د غويي ۱۳مه) اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، په ټپیانو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه زده کوونکي دي چې عمرونه یې د اوو او دیارلسو کلونو تر منځ دي.

هغه ویلي د درېیو ټپیانو وضعه ښه نه ده.

د دې پرونۍ بمي چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی خو وسله وال طالبان په سیمه کې حضور لري.