د بهرنیو سرتېرو وتل؛ امریکا: افغانستان کې به په ډیپلوماتیک لحاظ فعاله پاتې شو

افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري

امریکا او بریتانیا په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو له دوام او د لاسته راوړنو د خوندیتوب ډاډ ورکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل بریټانیايي سیال ډومنیک راب سره په لندن کې یوې ګډې خبري ناستې ته وویل چې ځواکونه به راووځي خو دوی به په ډیپلوماتیک لحاظ ډېر فعاله پاتې شي.

بلېنکن زیاته کړه: "موږ دا هم واضح کړې چې حتی که زموږ ځواکونه له افغانستان څخه ووځي هم موږ نه وځو. موږ به فعالیت نه پرېږدو. موږ نیت لرو چې د افغانستان د حکومت، طالبانو او نورو مهمو خواو تر منځ د خبرو له لارې سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو د هڅو د غښتلي کولو لپاره په ډیپلوماتیک لحاظ ډېر فعاله پاتې شو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

امریکا له افغانستانه د خپلو پاتې دوه نیمو زرو د را رایستلو رسمي پروسه د مې په لومړۍ نېټه پیل کړې او د سېپټمبر تر ۱۱مې به بشپړه شي.

د ناټو د شااوخوا ۷ زره غیر امریکايي ځواکونو وتل هم له دې سره په یو وخت پیل شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا ګواښ وکړ چې که د دې پروسې په وخت په پوځیانو برید وشي کلک ځواب به ورکړل شي.

بلېنکن وویل: "موږ د خپلو ځواکونو د شمېر په محاسبه شوي، خوندي او منظم وتلو باندې ډېر متمرکزه یو. موږ دا خبره واضح کړې څنګه چې موږ له افغانستانه ځواکونه باسو، موږ به یې ساتنه وکړو او که پر دوی برید وشي، نو د ځواب لپاره به یې پرېکنده ګامونه پورته کړو."

وسله والو طالبانو چې له امریکا سره یې تړون لاسلیک کړی د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې ځنډ د دوحې د تړون سرغړونه یاده کړې.

دې ډلې ګواښ کړی چې دا کار په خپله دوی ته د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د هر ډول اقدام لپاره لار خلاصوي.

له امریکا سره همغږې برېتانیا هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو خوندي وتل له مهمو لومړیتوبونو یادوي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب له خپل امریکايي سیال ښاغلي بلېنکن سره ګډ کنفرانس کې وویل چې ځواکونه باید خوندي را وایستل شي او د افغانستان د لاسته راوړنو خیال باید وساتل شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب

ښاغلي راب زیاته کړه: "موږ ته د اوس او سېپټمبر تر منځ موده کې لومړیتوب زموږ د ځواکونو خوندیتوب دی. ترڅنګ یې دا یقیني کول چې موږ د ترهګرۍ پر وړاندې د درېدو توان ولرو او په افغانستان کې په سختۍ ګټل شوې لاسته راوړنې ونه بایلل شي. بلآخره د سولې د یوې داسې پروسې په چوکاټ کې د خبرو تقویت چې ټول افغانان ترې برخمن شي او افغانستان تر هغې کچې ثابته او ټول شموله پاتې شي چې ممکن وي."

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اپرېل په ۱۴مه اعلان وکړ چې د سېپټمبر تر یوولسمې به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل بشپړ شي.

افغان ولسمشر اشرف غني له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د نوي چاپېریال ایجاد ته په اشارې ویلي: "د ګواښونو پرتله فرصتونه په مراتبو زیات دي او له دوو لسیزو وروسته د پیاوړي ملي حاکمیت پر لور ځو."

ښاغلي غني دا خبره د دوشنبې په شپه په ارګ کې له افغان سیاستوالو په لیدنه کې کړې ده.

هغه مخکې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په اړیکو کې نوی باب پرانیستل شوی دی.