لوګر کې پر یوه کور د توغندي لګېدو ۷ تنه ټپیان کړل

د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت خطرناک ښودل شوی. 

په لوګر کې چارواکي وایي، پر یوه کور د طالبانو توغندی لګېدلی او ۷ تنه‌یې ټپیان کړي دي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د لوګر د مرکز پل علم اړوند په کنجک سیمه کې شوې ده. هغه زیاته کړه په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ټول روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي. د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت خطرناک ښودل شوی.

طالبانو د دغې ادعا په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ د لوګر په مرکز پل علم ښار کې یوې موټر بم چاودنې ۲۶ تنه ووژل او ۱۱۰ نور یې ټپيان کړل.

افغان حکومت د دې برید چې اکثریت قربانیان‌یې ملکي وګړي و، پړه پر طالبانو اچولې، خو په خپله طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.