د خبریالانو خوندیتوب په اړه له افغان چارواکو د بخښنې نړیوال سازمان غوښتنه

ارشیف، افغانستان کې یو شمېر خبریالان

د بخښنې نړیوال سازمان وايي افغان چارواکي باید د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

دا خبره د یاد سازمان په هغې اعلامیه کې راغلې چې د بیان د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت‌یې خپره کړې ده.

د مې ۳مه د بیان د ازادۍ نړیواله ورځ ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي چې ۲۰۲۰ کال ۱۱ افغان خبریالان په هدفي بریدونو کې ووژل شول او سږ کال هم تر دې دمه څلور نور خبریالان وژل شوي.

دغه سازمان انتقاد کړی چې دا بریدونه د هېچا له‌خوا نه‌دي څېړل شوي.

د دغه سازمان د افغانستان د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي ویلي د افغان خبریالانو وژنه، ځورول او وېرول ورځ تر بلې زیاتېږي، خو چارواکو یې د مخنیوي لپاره هېڅ ګام نه‌دی پورته کړی.

د هغو خبریالانو په ډله کې چې ۲۰۲۰ کال کې ووژل شول د ازادي راډيو خبریال محمد الیاس داعي هم شامل دی.

داعي په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال و. په یوه هدفي ماین چاودنه کې چې چارواکو یې پړه پر طالبانو واچوله، ووژل شو.