امریکايي ځواکونو هلمند کې 'انتونیک' نظامي کمپ افغان ځواکونو ته وسپاره

ارشیف، امریکايي ځواکونه تېره ورځ هلمند کې افغان ځواکونو ته د شوراب کمپ د سپارلو پر مهال.

امریکايي ځواکونو په هلمند ولایت کې 'انتونیک' نظامي کمپ نن افغان ځواکونو ته وسپاره.

دا خبره د دفاع وزارت ویاند فواد امان ازادي راډيو ته وکړه.

ده زیاته کړه: "ټاکل شوې ده افغان ځواکونه د هلمند او افغانستان په جنوب کې د اوسېدونکو د امنیت ټينګولو په خاطر د ترورېزم پر ضد د دې کمپ فعالیتونه او عملیات پر مخ یوسي. همداراز ټاکل شوې ده په راتلونکو څو ورځو کې هغه برخې چې امریکايي ځواکونه په‌کې حضور لري، افغان ځواکونه‌یې مسؤلیت واخلي."

دا کمپ په ۲۱۵ میوند قول اردو کې موقعیت لري.

له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر د مې میاشتې په لومړۍ نېټه په رسمي توګه پیل شو.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د اعلان پر اساس به ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه د سپټمبر تر ۱۱مې ووځي.