د سپېس اېکس خصوصي شرکت فضايي بېړۍ له نړیوال فضايي تم‌ځایه راستنه شوه

په دې بېړۍ کې څلور ستورمزلي سپاره وو.  

د سپېس اېکس خصوصي شرکت جوړه کړې فضايي بېړۍ له نړیوال فضايي تم‌ځایه ځمکې ته خوندي راستنه شوه.

په دې بېړۍ کې څلور ستورمزلي سپاره وو.

د امریکا فضايي ادارې ناسا نن راپور ورکړ چې امریکايي ستورمزلي مایک هاپکنز، ویکټور ګلوور، شانن واکر او د جاپان سویچي نوګوچي د ځايي وخت درې نیمو بجو په سپېدو د مکسیکو په خلیج کې ښکته شول.

دا په ۱۹۶۸م کال کې د اپولو ۲ فضايي بېړۍ له سفر راهیسې لومړی ځل دی چې امریکايي ستورمزلي په سپېدو کې ځمکې ته رسېدلي.

ستورمزلي ځمکې ته د "توان" په نوم یوه بېړۍ کې ښکته شول او دا همغه فضايي بېړۍ ده چې د ۲۰۲۰م کال په نومبر کې دوی په‌کې نړیوال فضايي تم‌ځای ته تللي وو.

په فضا کې په ۱۶۷ ورځې تېرولو سره دا فضا ته د امریکا تر ټولو اوږد سفر وو.