د کندهار پر هوايي ډګر له ډزو وروسته طالبانو ته د سکاټ مېلر خبرداری

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر

د کندهار پر هوايي ډګر د طالبانو له لوري له ډزو وروسته، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان یو وار بیا خبرداری ورکړ چې که د دوی پر ځواکونو برید وشي، نو کلک ځواب به ورکړل شي.

جنرال سکاټ مېلر په یوه وېډیويي پیغام کې چې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېت پرون (شنبه) پر ټویټر خپور کړ؛ ویلي، پر نړیوالو ځواکونو برید به تېروتنه وي: "موږ پوځي وسایل لرو چې د ائتلاف د قواوو پر ضد هر ډول حملې ته ځواب ووایو او همداراز داسې پوځي امکانات لرو چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ پرې وکړو."

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ویاند پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د کندهار پر هوايي ډګر پرون ماسپښین ډزې وشوې، خو مرګ‌ژوبله او تاوان‌یې پېښ نه‌کړ.

د دې برید مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

د نړیوالو ځواکونو د وتلو رسمي بهیر پرون د مې په لومړۍ رسماً پیل شو.