د بهرنیو سرتیرو پر وتلو او د لوګر پر خونړۍ پېښې د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې

د لوګر په پېښه کې وژل شوي کسان

ګڼو لویدیځو ورځپاڼو او انلاین رسنیو له افغانستانه د مې میاشتې په لومړۍ نېټه د ټولو امریکايي سرتیرو د وتلو د بهیر د رسمي پیل او ترې یوه ورځ مخکې په لوګر کې په مرګوني موټري بمي چاودنه تبصرې او لیکنې خپرې کړي دي.

  • ګلوب اېنډ مېل

ګلوب اېنډ مېل کاناډايي ورځپاڼې لیکلي، د لوګر د مرکز پل عالم د موټري بمي برید په قربانیانو کې زیات یې د لېسې زده کونکې دي.

  • ګارډین

د ګارډین ورځپاڼې هم د ټولو امریکايي سرتیرو له وتلو سره هم مهاله په لوګر کې د جمعې د ماښام خونړۍ چاودنه یاده کړې چې لسګونه ولسي خلک یې مړه او ټپیان کړل.

ورځپاڼې ویلي دي، د امریکايي ځواکونو له وتلو سره هم مهاله نژدې د افغانستان ټولو ولایتونو کې جګړو او د تاوتریخوالي زیاتېدو زور اخېستی.

پردې سربېره یو شمېر نورو لویدیځو انلاین او چاپي خپرونو هم د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره په یو وخت د لوګر خونړۍ چاودنه په افغانستان کې د هغه تاوتریخوالي بېلګه بللې چې امریکايي ځواکونه یې تر شاه پریږدي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ بیا په یوه لیکنه افغانستان کې د القاعده شبکې د بیا پیاوړي کېدو په اندېښنو لیکنه خپره کړې. دا لیکنه د بروکېنک انسټیټیوټ د یو څېړونکي ډانیل بایمن ده.

بایمن په لیکنه کې استدلال کوي چې له افغانستانه د امریکايي سرتیرو په وتلو به دې هېواد کې القاعده شبکه بیا دومره پیاوړې نه شي چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې بریدونو ته ورته ترهګرې کړنې ترسره کړي.

په لیکنه کې لیکوال د القاعده شبکې سره د اړیکو د پرې کولو په اړه د طالب مشرانو په ژمنو شک څرګند کړی او همدارنګه یې ویلي چې ښايي له افغانستانه د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته امریکا هومره وړتیا چې اوس یې افغانستان او پاکستان کې د القاعده د ځپلو لپاره لري، ونه لري.

لیکوال د دې لیکنې په پای کې وايي، ګڼ دلایل شته چې ښيي له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتل به پر القاعده شبکې فشار کم کړي، خو زیاتوي، القاعده شبکه دا مهال له هغه ځواکه ډېره لویدلې چې د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې تر بریدونو دمخه یې درلود او له ګڼو ننګونو سره مخ ده.

لیکنه وايي، دا له باور ډېره لېرې ده چې په نړیوال کچ احتمالي ترهګر بریدونه به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پایله وي.

  • سوت چاینا مارنېګ پوسټ

له هانګ کانګه خپریدونکې سوت چاینا مارنېګ پوسټ ورځپاڼې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو د رسمي پیل په مناسبت په یوه اوږده لیکنه کې وايي، بایډن له افغانستانه د امریکايي سرتیرو په ایستلو چین د سینکیانګ د ترهګرۍ له ستونزې سره پریږدي.

ورځپاڼه لیکي:

د طالبانو په راستنېدو، افغانستان کې د کورنۍ جګړې د تودېدو او د مرکزي حکومت د کمزوري کېدو اندېښنه شته چې ورسره به چین په خپلو لویدیځو پولو کې له امنیتې تشې سره مخ شي.

ورځپاڼه په دې لیکنه کې زیاتوي، بیجینګ اړتیا لري چې د افراطي اسلامپالنې د ور خپریدو مخه ونیسي، خو که چین افغانستان کې چې ورځپاڼې د 'امپراتوریو هدیره' بللې پوځي قدم کېږدي، نو د لیکوال په وینا په هند او روسیه کې به د خبرداريو زنګونه وکړنګوي.

  • ډیجټال ژورنال

ډیجټال ژورنال خپرونې په همدې اړه یو راپور کې د کړکېچ د نړیوال ګروپ د څیړونکي انډریو واټکینز نظر راخېستی چې وايي"د امریکا متحده ایالاتونه او ناټو شریکان یې له افغانستانه په شا کېږي" او د جګړې دواړه اصلي لوریو ته د لومړي ځل لپاره چانس ورکوي چې خپل مخالف لوری د امریکا د حضور له فکټور پرته و ارزوي.

خپرونه په کندهار کې د عبدالمالک په نوم د یو افغان پولیس افسر له خولې وايي: "موږ به د خپلې پلرني ټاټوبي ساتنه کوو او خپله ټوله هڅه به کوو چې د خپلې خاورې دفاع وکړو."