د لوګر پېښه؛ کورنیو چارو وزیر: د ناامنیو بستر طالبانو خور کړی

لوګر کې موټر بم چاودنې ۲۱ تنه وژلي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د لوګر په مرکز پل علم کې د پرونۍ خونړۍ چاودنې پړه پر طالبانو اچولې.

د کورنیو چارو وزیر حیات الله حیات نن شنبه (د غويي ۱۱مه) له امنیتي چارواکو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، په هېواد کې د ناامنیو بستر طالبانو خور کړی: "زموږ دقیق استخباراتي معلومات دا دي چې دا برید طالبانو کړی ولې د لوګر او دې ته ورته نورې پېښې که کېږي او دوی یې رسماً مسوولیت هم نه مني خو معلومه ده چې په هېواد کې ناامنیو ته اصلي بستر طالبانو اوار کړی."

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پل علم چاودنې ۲۱ کسان وژلي، خو د لوګر سیمه ییزو چارواکو په چاودنه کې د ۲۴ کسانو د وژل کېدو او د ۱۱۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

د افغانستان د سولې لپاره د متحدو ایالاتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا برید او د برید پلان جوړوونکي په کلکو ټکو غندلي دي، خو نه یې دي یې ویلي چې دا د چا کار و؟

د دې حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.