د لوګر والي: پل علم کې د موټر بم برید غچ اخلم

لوګر کې له موټر بم برید وروسته سیمه

د لوګر والي وایي، د تېرې ورځې د موټر بم برید د قربانیانو غچ به واخلي.

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي دغه څرګندونې نن شنبه (د غويي ۱۱مه) د نائب امین الله خان لوګري په روغتون کې د تېرې ورځې د وژل شوېو او ټپیانو له کورنیو سره د لیدنې پر مهال وکړې.

د لوګر په دغه موټر بم برید کې د مړو شمېر ۲۶ او د ټپیانو شمېر ۱۱۰ کسانو ته رسیدلی دی.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ ازادي راډیو ته وویل چې د یادې پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي چې زیات شمېر یې د کانکور ازموینې ګډون وال وو.

دی وایي، یاد زده کوونکي د دې ولایت له لیرې پرتې ازرې ولسوالۍ څخه د ازموینې په موخه پل علم ښار ته راغلي وو.

لونګ وایي، په ټپیانو کې ۱۲ مېرمنې،۱۶ ماشومان او ۱۱ تنه نور د نائب امین الله خان ولایتي روغتون کار کوونکي او پاتې نور چاودنې سیمې ته له نږدې ځایونو روغتونونو ته ور وړل شوي دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.