د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، د ۱۴۰۰م لمریز کال د پلان له مخې د کابل د ځینو سیمو په ۷۸ جریبه ځمکه کې به د غیر مثمرو نیالګیو د تولید قوریې جوړې شي.
د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه (د غويي ۱۱مه) ازادي راډيو ته وویل، د یادو ۷۸ جریبه قوریو د تخنیکي چارو تر بشپړېدو وروسته به یې نیالګي د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی ریاست له خوا د همکارو ادارو په مرسته د کابل د زرغون کمربند پروژې په ځانګړي شوېو سیمو کې کېښودل شي.
ښاغلی رستمي وايي، د ترلاسه کېدونکي نیالګیو په تولید سره به د کابل د زرغون کمربند لمن پراخه او د دې سیمې د زرغونتیا او سمسورتیا لامل او ورسره به د چاپېریال او هوا د ککړتیا کچه ټیټه شي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې سږکال ټول افغانستان کې شااوخوا د ۲۱ میلیونو نیالګیو د کېښودلو پلان جوړ شوی.