د هند په یوه روغتون کې اور لګېدنې ۱۸ کسان مړه کړي

آرشیف، د هند په یوه روغتون کې له اور لګېدنې وروسته

د هند په لویدیځ کې د ګجرات ایالت په یوه روغتون کې د اورلګیدو له امله د کووېډ-۱۹ لږ تر لږه شپاړس ناروغان او دوه روغتیاپالان مړه شوي دي.

هندي چارواکو وویل چې دا اور په سیمه ېیز وخت د شپې یوه بجه ولګید.

د پولیسو یوه سیمه ییز چارواکي فرانس پریس اژانس ته وویل چې له لومړنیو څیړنو ښکارې چې د برېښنا د مزیو د شارټي له امله دا پېښه رامنځته شوې وي.