لوګر کې د روژه ماتې پرمهال موټر بم چاودنې کورني او نړیوال غبرګونونه پارولي

لوګر کې موټر بم برید له ۹۰ زیات کسان ټپیان کړي هم دي

د لوګر په مرکز پل علم کې تېرماښام د روژه ماتې پرمهال د موټر بم چاودنه ګڼو لوریو غندلې ده.

په دې درنې چاودنه کې۲۱ کسان ووژل شول او له نوي زیات نور ټپیان شول.

د افغانستان د روغتیا وزارت په وینا د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت ښه نه دی او په دوی کې یو شمېر د کانکور د ازموینې زده کوونکي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تېره شپه رسنیو ته وویل چې د طالبانو د دې برید ټول قربانیان ملکیان دي.

له برید وروسته د رغتون حالت

د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه د ولایتي شورا د پخواني رئیس پر مېلمستون شوې ده: "دا ځای د ولایتي شورا د پخواني رئیس ډاکټر صاحب ولي وکیل مېلمستون و. هلته یوه ډاینا راځي او وايي، موږ د موسسې خلک یو، روژه ماتی راوباسئ. موټر چې دننه ننوځي، انفجار کوي، هغه کور ټول مکمل ویجاړېږي."

ښاغلی ستانکزي زیاتوي، په دې موټر بم برید کې مېلمستون ته نژدې د روغتیا ریاست روغتون هم سخت زیانمن شوی دی.

انځورونه؛ لوګر کې موټر بم برید او د سیمې حالت

د دې حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر اشرف غني په وینا راغلي دي چې طالبانو د خلکو پر وړاندې نامشروع جنګ او تاوتریخوالي ته په دوام ورکولو سره یو وار بیا وښوده چې نه یوازې د اوسني ناورین د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت پېچلي کولو سره د سولې برابر شوی فرصت ضایع کوي.

د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دې پېښې په اړه ویلي دي چې د خلکو دښمنانو د ماشومانو او ښځو په ګډون یو شمېر بې ګناه انسانان په مبارکه روژه کې ووژل.

د دې برید په اړه نړیوال غبرګونونه هم څرګند شوي دي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې پلاوي دا برید وغانده او په ټویټر کې یې ولیکل چې د روژې په مبارکه میاشت کې د لوګر په پل علم کې د موټر بم د برید خبر خپریږي چې په کې بې ګناه ملکیان د زده کوونکو په ګډون وژل کېږي او ټپیان کېږي.

دا برید په هغه ورځ وشو چې د افغانستان د بیارغاونې لپاره د سرمفتش یا سیګار دفتر خبر ورکړ چې د سولې د خبرو سربېره په افغانستان کې د سږ کال په لومړیو درې میاشتو کې شخړې زیاتې شوي دي.

د جمعې په ورځ سیګار په خپل راپور کې څرګنده که چې د طالبانو په څېر د یاغیانو له لوري حملې د جنوري له میاشتې تر مارچ میاشتې پورې د تېرکال همدې مودې پرتله اووه دیرش په سلو کې زیاتې شوي دي.

په وروستیو څو اونیو کې هم چې د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې امریکایي او ناټو ځواکونه به د سېټمبر تر ۱۱مه له افغانستانه ووځي، بریدونه ډېر شوي دي. دې اعلان طالبان په قهر کړي دي ځکه چې د متحد ایالاتونو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې له طالبانو سره ژمنه کړې وه چې خپل ټول ځواکونه به د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه باسي.

د لوګر په مرکز کې پرونۍ خونړۍ چاودنه په داسې ورځ وشوه چې جرمني ځواکونو په رسمي ډول له افغانستانه وتل پيل کړل او د جرمني دفاع وزارت په برلین کې اعلان وکړ چې زموږ ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسېد.

جرمني په افغانستان کې له متحد ایالاتونو پرته تر نورو ټولو ډېر پوځیان لري او شمېر شااوخوا ۱۱ سوو ته رسېږي.