د 'ترویکا پلس' غونډه: له تور لېسته د طالب مشرانو پر اېستلو غور کوو

ارشیف

د ترویکا پلس غونډې ګډونوالو پرېکړه کړې چې د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د طالبانو د مشرانو د اېستلو په اړه به غور وکړي، خو په دې شرط چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او سوله ییز حل ومني.

په دې غونډه کې چې پرون جمعه (د غويي ۱۰مه) ماښام د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شوه د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازو برخه درلوده.

د ترویکا پلس په ګډه اعلامیه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپرې کړې راغلي چې د غونډې ګډونوال د طالبانو پر افرادو او موسسو د هغو بندیزونو د بیا ارزونې ملاتړ کوي چې ملګرو ملتونو په ۱۹۸۸ کال کې لګولي وو، خو په اعلامیه کې یادونه شوې چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کمولو لپاره عملي تدابیر او منظم اقدامات به د دې څېړنې پر نتیجې مثبت اغېز وکړي.

په اعلامیه کې افغان حکومت او طالبان دواړه د سولې په خبرو کې پرمختګ ته هڅول شوي دي.

افغان حکومت او طالبانو په جلا بیانونو کې په دې غونډه کې د خپلو استازو د ګډون خبر ورکړی.

په دوحه کې د دولت د مرکچي پلاوي غړې حبیبې سرابي په یوه ویډیويي پیغام کې په دې اړه ویلي: "په دې لیدنه کې په دوحه او افغانستان کې د سولې پر روان بهیر بحث وشو. همدا راز د دواړو ټیمونو ترمنځ د ګډ لیدلوري پر رامنځته کولو خبرې وشوې."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم په یوه بیان کې ویلي چې په غونډه کې د طالبانو استازیتوب د دې ډلې د مرکچي پلاوي مرستیال مشر شېر محمد عباس ستانکزي کاوه.

د ښاغلي نعیم په وینا په دې غونډه کې له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو د اېستلو او د حکومت له زندانونو د طالب جنګیالیو د خوشې کولو په اړه بحث وشو.