طالبان ادعا کوي چې هلمند کې یې ۲ انسان تښتونکي په دار ځړولي

د افغانستان په نقشه کې د هلمند ولایت

وسله وال طالبان ادعا کوي چې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې یې دوه کسان د انسان تښتولو په تور پر دار ځړولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان د دایکنډي ولایت د درېیو اوسېدونکو په تښتولو تورن وو.

د مجاهد په وینا په تښتول شوېو کسانو کې دوه مېرمنې او یو نارینه وو چې دې دوو کسانو د هغو د خوشې کولو په بدل کې شل لکه افغانۍ غوښتې.

د طالبانو ویاند وايي چې تښتول شوي کسان روغ رمټ خوشې شوي دي او د هغوی تښتونکي له محاکمې وروسته په اعدام محکوم شول.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د بشري حقونو نړیوالو ډلو تل د صحرایي محاکمو له کبله پر طالبانو سخت انتقاد کړی.