د تاجکستان او قرغزستان پر پوله نښتو کې ۳ تنه وژل شوي

د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ پوله

لږترلږه ۳ کسان چې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ هم په کې ده، د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ پولي په اوږدو کې د سیمې د اوسیدونکو ترمنځ نښتو کې وژل شوي دي.

دا نښتې د اپریل پر ۸ مه د باتکن سیمې په لیلک ناحیې کې پیل او د اپریل پر ۲۹ مه پای ته ورسېدې.

د قرغزستان د روغتیا وزارت ویلي چې دې نښتو کې لږ تر لږه ۸۴ تنه قرغزي وګړي ټپیان شوي دي.

د باتکن سیمي پولیس د تاجکستان وګړي د سیمې د ګډوډۍ مسؤل ګڼي او وایي چې هغوی په کوکتاش کلي کې د پوځ پر یوې قطعې برید کړی دی.

ویل کېږي چې د تاجکستان له لوري د قرغزستان د اکسای کلي ته نژدې هم مرمۍ ویشتل شوي دي.

د تاجکستان د سرحدي ګارډ ځواکونو د قرغزستان دا ادعا رد کړه.

دوی وایي چې لومړی د قرغزستان پوځي پرسونل د تاجکستان پر سرحدي واحدونو برید کړی دی.