د ۲۰۵ اتل قول اردو: کندهار کې ۴۷ طالبان وژل شوي

افغان امنیتي ځواکونه

ملي اردو د کندهار په میوند، خاکریز او ژېړۍ ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو پر مهال د ۴۷ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحیی علوي رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې په وژل شوېو طالبانو کې بهرني وسله وال هم شامل دي: "دفاعي امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ پر ترهګرو عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې د دوو پاکستان ترهګرو قاري حمزه او قاري حاکم په ګډون ۴۷ ترهګر ووژل شول او نهه تنه نور ټپیان شول."

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په داسې حال کې چې جګړې په ټول افغانستان کې زور اخېستی افغان چارواکي او طالبان په پرله پسې ډول یوبل ته د درنو زیانونو د اړولو ادعاوې کوي.