جلال اباد ښار کې چاودنې ۶ تنه ټپیان کړل

ارشیف، د جلال اباد ښار

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې ۶ تنه ټپیان کړي دي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته په استول شویو معلوماتو کې ویلي چې نن پنجشنبه(د غويي ۹مه) شااوخوا نهه بجې د برېښنا ریاست په یوه اړوند موټر چاودنه وشوه چې د موټر چلوونکي په ګډون د دغه ریاست درې کارکوونکي او د یوې ښځې په ګډون دوه عام وګړي ټپیان شول.

د معلوماتو له مخې، پېښه د چسپکي ماین د چاودنې له امله وه چې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې په چهل متره سیمه کې شوې ده.

په معلوماتو کې د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.