بایډن د کانګرس دواړو جرګو ته د هیلې او اقتصادي رغونې پیغام ورکړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن د امریکا د کانګرس دواړو جرګو ته په لومړنۍ مهمه وینا کې د هیلې او اقتصادي رغونې پیغام ورکړ.

بایډن دا خبره داسې مهال کوي چې متحده ایالات له هغو ناخوالو د وتلو په حال کې دی چې د کرونا خپرې شوې وبا رامنځته کړي.

بایډن په دغه وینا کې د کرونا ویروس پر وړاندې چې له نیم میلیون زیات امریکایان یې وژلي، د مبارزې برخه کې د واکسینونو تولید د خپلې ادارې د لاسته راوړنې په توګه یاد کړ او له لوژستیکي پلوه یې هغه د امریکا په تاریخ یوه ستره لاس ته راوړنه وبلله.

بایډن دغه راز وویل چې حکومت باید ډېره هڅه وکړي څو اقتصاد بېرته په پښو ودریږي او دا مسئله یقیني شي چې دا هېواد په راتلونکو لسیزو کې د نړۍ مشري وکړي.

بایډن دې هدف ته د رسېدو لپاره د بنسټیزو تأسیساتو او له کورنیو سره د مرستې لپاره د هغه ۴ تریلیونه یا ۴ زره میلیارډه ډالرو هغه ستر پلان د یوې حل لارې په توګه یاد کړ چې نوموړي وړاندیز کړی دی.

بایډن وویل، امریکا پر مخ روانه ده او دا بهیر باید ونه دریږي.

نوموړي دغه راز وویل چې متحده ایالات له چین او یو شمېر نورو هېوادونو سره په رقابت کې دی چې ۲۱مه پېړۍ وګټي.