جنرال میلي: د افغانستان د راتلونکي برخلیک په اړه وړاندوینه ګرانه ده

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي

د امریکا یو جګ پوړی پوځي چارواکی وایي، ګرانه ده چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکي برخلیک وړاندوینه وشي.

دا خبره د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي پرون چهارشنبې(د غويي ۸مه) په واشنګټن کې یوې غونډې ته وکړه او ویې ویل چې له دې هېواده د ځواکونو د ایستلو تر ټولو بده نتیجه به دا وي چې حکومت د طالبانو له خوا نسکور شي.

جنرال میلي دغه راز وویل چې پنټاګون به له افغانستانه پاتې دوه نیم زره سرتیري د بایډن له اعلان سره سم د سېپټمبر تر ۱۱مې له دې هېواده وباسي خو دا چې وروسته څه پیښېږي، ښایي ځینې یې ډېر بد خبرونه او ځینې هم نه وي.

د هغه په وینا تر ټولو بده سناریو به د افغانستان د دولت او د دې هېواد د پوځ ړنګېدل وي چې په نتیجه کې به ېې دا هېواد په کورنۍ جګړه کې ښکېل او ورسره یوه بشري غمیزه رامنځ ته شي.

خو جنرال میلي دا هم وویل چې که چارې ښې مخ ته لاړې شي، نتیجه به یې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ یو سیاسي جوړ جاړی وي.