د جرمني د پولیسو وروستی افسر هم له افغانستانه ووت

ارشیف، افغانستان کې یو جرمنی سرتیری

د جرمني د پولیسو وروستی افسر چې د افغان پولیسو د روزنې په ماموریت کې ښکېل و، پرون چهارشنبې (د غويي ۸مه) له افغانستانه ووت.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفیر Horst Seehofer په یوه بیان کې وویل چې د افغان پولیسو روزنه یوه عادي ګزمه نه، بلکې پر شخصي باور ولاړ یو زړور خدمت دی.

د جرمني د 'ډي.پي.اې' خبري اژانس د راپور له مخې د جرمني د پولیسو د روزونکو دغه ماموریت رسماً د اپریل په دېرشمه چې سبا ده پای ته رسېده.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه ماموریت کې په تېرو نژدې شلو کلونو کې له اتیا زره زیات افغان پولیسو ته رزونه ورکړل شوې ده.

جرمني په افغانستان کې د ۱۱۰۰ پوځي روزونکو په درلودلو سره د ناتو په مشرۍ د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په ماموریت کې پراخه ونډه درلودلې.