د (WFP) اندېښنه؛ هرو ۳ افغانانو کې یو د خوړو خوندیتوب نه لري

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، هغه راپور اندېښمن کړي چې په کې ویل شوي، هرو درېیو افغانانو کې یو د خوړو خوندیتوب نه لري.

د خوړو د خوندیتوب د هر اړخیزې ډلبندۍ ( آی.پي.سي) په دې راپور کې چې تازه خپور شوی راغلی، له لوږې سره د مخامخ ۱۴ میلیونه افغانانو له ډلې پنځه میلیونه یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام د کابل د دفتر ویاند وحیدالله اماني وایي، دوی د وضعیت کابو کولو ته پروګرامونه لري، خو عملي کول یې د نړیوالو مالي سرچینو ته اړتیا لري.

دی وايي: "د ( آی.پي. سي) یا د خوړو د خوندیتوب د هر اړخیزې ډلبندۍ کوم تازه راپور چې خپور شوی او په کې ویل شوي چې ۱۴ میلیونه خلک د خوړو له اړخه خوندي نه دي، دا د (ډبلیو.ایف.پي) لپاره د اندېښنې وړ خبره ده، خو موږ د ځواب ورکونې پروګرامونه لرو."

ښاغلی اماني وایي، سږکال پلان لري چې له ۱۳ میلیونه هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې د خوړو خوندیتوب نه لري.

جنګ جګړه، وچکالۍ او بې کارۍ افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتېدو اصلي لاملونه بلل شوي دي.