د امریکا او اسرائیل د ملي امنیت سلاکارانو پر ایران خبرې وکړې

د امریکا او اسرائیل بیرغونه

د امریکا او اسرائیل د ملي امنیت سلاکارانو د ایران او دوه اړخیزو مسئلو په اړه پرون په واشنګټن کې خبرې وکړې.

سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان او د اسرائیل د ملي امنیت سلاکار مییر بن شبات په وروستیو کلونو کې د ایران د اټمي پروګرام د پرمختګ په اړه پر خپلو جدي اندېښنو خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې دغه‌راز راغلي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار د ویانا د خبرو په اړه اسرائیلي ساري ته معلومات ورکړل او د ایران د اټمي پروګرام په اړه‌یې له اسراییل سره په راتلونکي کې مشورې ته لېوالتیا وښوده.