د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې چاودنې د ملي اردو ۵ سرتېري ووژل

ارشیف، هرات کې د یوې چاودنې په سیمه کې راټول شوي امنیتي ځواکونه

د هرات والي وايي د ملي اردو پنځه سرتېري په شینډنډ ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل، سې شنبه غرمه د دغو سرتېرو پر هاموې موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.

قتالي وايي درې سرتېري په دې پېښه کې ټپیان شوي هم دي.

د هرات والي زیاته کړه طالبانو په شینډنډ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅونوالو پر پوستو بریدونه کړي.

هغه وویل چې په ځوابي بریدونو کې افغان پوځیانو نهه تنه وسله‌وال طالبان هم وژلي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.