د ثور اتمه د افغان مجاهدینو د بریا ۲۹مه کالیزه او د طالبانو غبرګون

ارشیف، کونړ کې یو شمېر افغان مجاهدین، د ۱۹۸۰ کال د فبروري ۲۷مه.

نن د ثور اتمه د افغان مجاهدینو د بریا ۲۹مه کالیزه ده.

د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه مجاهدین د وخت د ولسمشر ډاکتر نجیب‌الله واکمني ړنګه او قدرت‌یې په لاس کې واخیست.

مجاهدین په دې باور دي چې دوی په دې ورځ افغانستان ازاده او کمونېستي نظام‌یې نسکور کړ.

ترڅنګ‌یې یو شمېر دا هم مني چې د مجاهدینو په ډلو کې مخالفتونه د یوه پیاوړي حکومت د جوړېدو مخه ونیوله او له امله‌یې کورنۍ جګړې پیل شوې.

د افغانستان حکومت هر کال د دې ورځې په مناسبت رسمي مراسم نیسي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له معمول سره سم دا ورځ په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

طالبانو بیا په یوه اعلامیه کې د ثور اتمه له ویاړ ډکه ورځ یاده کړې او دې ورځې ته په اشاره‌یې له بهرنیو غوښتي چې په خپلو ژمنو ودرېږي او د دوی په خبره د افغانستان په چارو کې نور لاس ونه‌وهي.