امریکا: سپاه پاسداران د ۲ امریکایي بیړیو ساحه تنګه کړې وه

ارشیف

د امریکا د متحد ایالاتونو سمندري ځواکونه وایي، د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو په فارس خلیج کې د دې میاشتې په لومړیو کې د دوو امریکایي بیړیو ساحه تنګه کړې وه او ځورولي یې وه چې د دې کال دا ډول لومړۍ پېښه ده.

د امریکا سمندري ځواکونو نن سې شنبه (د غويي ۷مه) وویل چې دا پېښه د اپریل په دوهمه شوې ده، نه په کې څوک ټپیان شوي او نه هم څه زیان اوښتی دی.

تهران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.