خوست کې ۱۵ ښوونځي د ښوونکو د کمښت له کبله د اعتراض په بڼه تړل شوي

خوست کې هغه ښوونځی چې ښوونکي یې کم و او د اعتراض په بڼه وتړل شو

په خوست کې د ښوونکو د کمښت له کبله په تېره یوه اوونۍ کې ۱۵ ښوونځي د اعتراض په بڼه تړل شوي دي.

د پوهنې د چارواکو په وینا د ښوونکو کمښت د دې لامل شوی چې د دې ولایت لسګونه زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې شي.

د پوهنې چارواکي، د والدینو د شوراګانو غړي، مدني فعالان، ښوونکي او زده کوونکي د پوهنې وزارت او د افغان حکومت له مشرتابه غواړي چې د یو شمېر نورو ولایتونو په شان په خوست کې هم د ښوونکو د کمښت ستونزه هواره کړي.

د سې شنبې (د غويي ۷مه) په ورځ د ازادۍ مېنې د مرکزي لېسې دروازه هم د ښوونځي د والدینو د شورا، مدني فعالانو او ځايي مشرانو له خوا وتړل شوه.

دوی رسنیو سره په خبرو کې وویل، ماشومان يې د یوې میاشتې راهیسې هره ورځ ښوونځي ته ځي، خو د ښوونکو د نشتون له کبله یو ساعت درس هم نه وايي او د زده کړو وخت يې عبث ضایع کېږي.

دې ښوونځي څخه ښوونکي او زده کوونکي د اعتراض په بڼه راووتل او د ښوونځي په دروازې پسې يې قلف واچوه.

خوست کې یو شمېر زده کوونکي

د ښوونځي د والدینو شورا یو تن غړی عباس رسنیو ته وویل: "د جلال اباد د ښوونکو سهم پوره شو، فخر پرې کوو، د کندهار او نورو ولایتونو هم پوره شو، خوست پاتې دی، خوست د شااوخو ۵ زره ښوونکو له کمښت سره مخامخ دی، د پوهنې وزارت او رئیس جمهور څخه مو دا غوښتنه ده چې زموږ ستونزې ته رسیده ګي وکړئ، عملاً کار پیل کړئ، ځکه چې ښوونکي نه وي، ښوونځیوته زموږ د زده کوونکو تګ هیڅ مانا نه لري."

د والدینو د شورا یو بل غړی محمدګل صمدي وايي، د ده دوه زامن په ښوونځي کې دي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې ورته لوستونه نه دي ویل شوي.

دی وايي، د خوست ښوونځي هم د نورو ولایتونو په شان حق لري چې ښوونکي ولري او دا ستونزه يې رفع شي.

د ښوونځیو زده کوونکي هم دې حالت ته په اندېښنه کې دي او وايي چې تېر کال يې د کرونا وبا له کبله ضایع شو او سږ کال بیا په ښوونځیو کې ښوونکي نه لري: "نوم مې اعجاز احمد دی، تېرکال موږ د کرونا وبا له کبله هېڅ درس ونه ویلو، سږکال بیا د ښوونکو له جدي کمښت سره مخامخ یو، د وزارت او رئیس جمهور څخه مو دا غوښتنه ده چې موږ ته ښوونکي استخدام کړي، ځکه موږ ځو او راځو خو هېڅ درس مو نه دی ویلی، تقریباً یوه میاشت يې پر موږ په دې تېره کړه، چې ښوونکي نن سبا مقرریږي، مکتب تړو، څلور زره زده کوونکي او ۴ ښوونکي هېڅ سره سمون نه خوري."

بل لوري ته د خوست پوهنې ریاست چارواکي د زده کوونکو د والدینو د شوراګانو، مدني فعالانو، ښوونکو او زده کوونکو اعتراض حق په جانب بولي او وايي چې د ښوونکو د کمښت له کبله د زده کوونکو ډیری درسي ساعتونه خالي پاتې کېږي.

دوی اعتراض لري چې پروسږکال یې علمي بهیر کرونا ویروس زیانمن کړ او سږ یې بیا د ښوونکو کمښت

د خوست د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان وویل: "د دې ښوونځي په شمول په خوست کې ۱۵ ښوونځي په تېره یوه اوونۍ کې د ښوونکو د نشتون له امله تړل شوي، موږ له همدې ځایه د پوهنې په وزارت او ولسمشری ماڼۍ غږ کوو چې د زده کوونکو دغې ستونزې ته دې حل ومومي، د یوې میاشتې په تیرېدو سره لا هم په ښوونځیو کې لسګونه زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي، متاسفانه ډېری درسي ساعتونه يې د ښوونکو د نشتون له امله خالي پاتېږي."

د پوهنې رئیس زیاتوي، په اوس وخت کې د یو شمېر داوطلبو کسانو، د پوهنتون محصلانو یا د بسپنې د راټولو له لارې ځینو ټولګیو ته ښوونکي ورځي، خو د ده په وینا اساسي حل لاره يې دا ده چې د سږکال لپاره حق الزحمه ښوونکي وګمارل شي او ولسمشردې ولایت ته هم د ښوونکو ځانګړی تشکیل په پام کې ونیسي.

یاده دې وي چې تېرکلونه به د رسمي ښوونکو ترڅنګ په هر ولایت کې د ښوونیز کال لپاره په زرګونو قراردادي او حق الزحمه ښوونکي ګمارل کېدل چې له تېرکال راپه دېخوا د دا ډول ښوونکو ګمارل بند شوي دي.

په خوست کې د ازادۍ مېنې په شان مرکزي ښوونځی چې دوه نیم زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي، یوازې ۴ رسمي ښوونکي لري.

د رسمي سرچینو د معلوماتو له مخې د خوست یو لک نجونو او هلکانو زده کوونکو لپاره د ښوونکو تشکیل نشته.