د کابل په پغمان کې ترافیکي پېښې ۷ تنه وژلي او له ۷۰ ډېر یې ژوبل کړي

ارشیف

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه اووه تنه مړه شوي او تر اویا ډېر ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین نن سې شنبه (د غويي ۷مه) وویل چې د مسافرو دوو موټرو تیره شپه ټکر کړی دی.

په دې اړه تر اوسه نور جزئیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

دا په داسې حال کې چې د (غوايي په درېیمه نېټه ) د کابل-کندهار پر لویه لار د زابل په مربوطاتو کې ترافیکې پېښې ۱۶ تنه وژلي وو.