افغانستان کې د اوبو رسولو ۱۲۲ پروژې پرانېستل شوې

ارشیف

په افغانستان کې نن سې شنبه (د غويي ۷مه) د اوبو رسولو ۱۲۲ پروژې پرانېستل شوې.

ولسمشر اشرف غني په ارګ کې په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه کې چې یو شمېر والیانو په انلاین ډول برخه په کې اخېستې وه، وویل: "د تخار، کندز، ننګرهار او پروان والي صاحبانو ته هدایت ورکوم چې دا پروژې د خدای پاک په نامه او د افغانستان د ملت د ادارې پر اساس پرانیزي."

د نن ورځ ټولې پرانېستل شوې پروژې په ۲۱ ولایتونو کې دي چې د ولسمشر په وینا په دې پروژو کې تر ټولو مهمې په کندز کې د ارچي د کانال او په تخار کې د شهروان د کانال دي چې هغه ځمکې به خړوبې کړي چې پخوا للمي وې.

د چارواکو په وینا د اوبه خور دا پروژې به څه باندې پنځه دیرش زره هکتاره ځمکې خړوبې کړي.