د کونړ د غازي اباد جګړې د لرګيو خاوندانو ته میلیونونه زیان اړولی

ارشیف

د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د جګړې له امله د نښترو د وهل شوېو لرګیو په اډه کې اور لګېدلی او د خلکو په وينا د لرګيو خاوندانو ته په میليونونو افغانۍ زيان اوښتى.

په کونړ کې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو د دوهمې لوا ویاند شاهد الله ساپي ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه د نهو بجو خوا ته په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو ډله ییز بریدونه پيل کړل.

ښاغلي ساپي زیاته کړه: "د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د لومړي او درېیم کنډک منسوبینو سربیره د توپچي ځواک له سخت غبرګون سره مخامخ شول چې په ترڅ کې یې تر دې مهاله درې ترهګر وژل شوي او پنځه تنه یې سخت ژوبل شوي دي."

د ساپي په خبره په دې جګړه کې دوه افغان سرتیري هم ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.