چارواکي:۱۴ ولایتونو کې د اوبو لګولو د ۱۲۷ شبکو رغنیزې چارې پیل شوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې په ۱۴ ولایتونو کې د اوبو لګولو د ۱۲۷ شبکو رغنیزې چارې پیل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د غويي ۷مه) ازادي راډیو ته وویل، د دغو شبکو د جوړولو په پار یو میلیارډ او ۳۸۲ میلیونه او ۸۵۵ زره او ۹۸۳ افغانۍ په پام کې نیول شوي چې د نړیوال او اسیا پراختیايي بانک له خوا ورکول کېږي.

ښاغلي رستمي زیاته کړه: "دا شبکې په ننګرهار، کونړ، لغمان، بلخ، کاپیسا، هرات، پکتیا، تخار، سمنګان، بغلان، لوګر، پروان، کابل او کندز کې جوړېږي چې په جوړېدو سره یې ۵۳ زره او ۷۰۷ هکټاره ځمکه خړوبه شي."

ښاغلی رستمي وايي چې د دغو شبکو په جوړېدو سره، د یادو شبکو تر پوښښ لاندې ځمکو کې ۲۰ تر ۳۰ سلنه د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کېږي او په همدې کچه د کروندو حاصلات هم زیاتېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرنې وزارت له خوا د اوبو لګولو د پروژو په پلي کېدو سره، تېر کال څه باندې ۹۷ زره هکټاره ځمکه تر کرکېلي لاندې راغله.