د ایران د اټمي پروګرام د احیا په مقصد د مذاکراتو لړۍ بیا پیلیږي

ارشیف، د ویانا غونډه

ټاکل شوې چې د ایران د اټمي پروګرام د احیا په مقصد د مذاکراتو لړۍ نن سې شنبه (د غويي ۷مه) یو ځل بیا په ویانا کې پیل شي.

دا د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقې ته د ایران او امریکا د راستنولو په مقصد د خبرو تازه دور دی.

اروپايي ټولنې په یوه بیان کې چې پرون ناوخته خپور شو ویلي چې په دې مذاکراتو کې شامل اړخونه به د ایران اټمي موافقې ته د متحدو ایالاتونو د بېرته ستنېدو او د دې موافقې د ښه او پوره تطبیق د څرنګوالي په اړه بحثونو ته دوام ورکړي.

په ویانا کې د ایران، چین، روسیې، فرانسې، برتانیا او جرمني د استازو په ګډون دا خبرې چې امریکا غیر مستقیم حضور په کې لري، د اروپايي ټولنې په کوربه توب پیل شوي دي.