د کرونا ویروس په اړه هوايي شرکتونو ته د روغتیا وزارت سپارښتنې

ارشیف

د افغانستان د روغتیا وزارت وایي، هغو خطرونو ته په پام چې په افغانستان کې د کرونا ویروس بله څپه خپره نه شي ټولو هوایي شرکتونو ته یې لارښوونه کړې چې د کرونا ویروس له منفي سند پرته هېڅ مسافر دې دې هېواد ته را انتقال نه کړي.

د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي تېر ماښام ازادي راډیوته وویل، په ګاونډیو هېوادونو کې وضعیت له نژدې څاري او د اړتیا په صورت کې به نور اقدامات هم وکړي.

ښاغلي علیزي زیاته کړه: "په اوس وخت کې موږ همدغه اقدامات ترسره کړي او که حالات له دې هم خرابیږي، مخصوصاً په ایران، پاکستان او هم هندوستان کې چې زموږ د افغانانانو ډېر تګ راتګ همدغو هېوادونو ته دی، نو به بیا پس له هغې له دې لا جدي اقدامات کېږي."

په هند کې چې ډېری افغانان ورته تګ راتګ کوي، د کرونا ویروس د نوې څپې له امله رامنځته شوي بحراني حالت ته په پام د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم له خلکو غوښتي چې هند ته له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.

په دې هېواد کې په دې وروستیو کې هره ورځ پر کرونا د اخته شوېو کسانو شمېر له درې لکو او ترې د مړو شوېو شمېر له دوه نیم زرو اوښتی.