غزني چارواکي: یو ماشوم چې رمه یې پیوله د ماین چاودنې ښکار شو

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د غزني سیمه ییز چارواکي د ماین په یوه چاودنه کې د یوه ماشوم د وژلو خبر ورکوي.

د والي ویاند واحدالله جمعه زاده پرون دوشنبې (د غويي ۶مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه ۱۷ کلن ماشوم چې رمه یې پیوله، پرون د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې په بمي چاودنه کې ووژل شو.

ښاغلي جمعه زاده زیاته کړه: "نن د ورځې په جریان کې یو ماشوم چې د شبار د کلي اصلي اوسېدونکی و او په ۸۰ منه غنمو باندې مزدور وو او مېږې به یې پوولې، د چرګو په کلي کې د وسله والو مخالفینو په لویه لاره کې په ځای پر ځای شوي ماین ور برابر شوی دی او په شهادت رسیدلی دی."

تر اوسه کومې وسله والې ډلې دې پېښې پړه نه ده منلې.

د راپورونو له مخې دې سیمه کې څو ورځې وړاندې د ماین چاودنې په یوه ورته پېښه کې څلور کسان وژل شوي وو.