ثور، افغانستان کې د تاریخي بدلونونو میاشت؛ ایا یو بل تاریخي بدلون په لاره دی؟

د افغانستان پخوانی ولسمشر سردار محمد داوود خان، نن د غويي یا ثور میاشتې اوومه د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر ضد د خلق ډیموکراتیک ګوند د کودتا او بریا له ۴۳مې کلیزې سره برابره ده.

ثور په افغانستان کې د مهمو تاریخي بدلونونو میاشت ګڼل کېږي.

په تېرو پنځو لسیزو کې په دې میاشت کې یو شمېر پېښې شوي چې مهمې هغه‌یې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور اوومه او د ۱۳۷۱ لمریز کال د ثور اتمه نېټې دي.

نن د غويي یا ثور میاشتې اوومه د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر ضد د خلق ډیموکراتیک ګوند د کودتا او بریا له ۴۳مې کلیزې سره برابره ده چې افغانستان ته‌یې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو راتګ ته لاره هواره کړه او جهاد یې په وړاندې پیل شو چې بالاخره د ۱۳۶۷ لمریز کال د دلوې میاشتې په ۲۶مه شوروي ځواکونه له افغانستان ووتل.

خو ورپسې ورځ، د ثور اتمه بیا د افغان مجاهدینو د بریا ورځ ده چې سږ یې ۲۹م کال پوره کېږي. د ۱۳۷۱ لمریز کال د ثور په اتمه مجاهدین د ډاکتر نجیب‌الله د واکمنۍ په ړنګولو سره واک ته ورسېدل.

صالح محمد رېګستاني چې د افغانستان په جهاد کې یې برخه درلوده، د ثور د اوومې نېټې کودتا افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د راتګ لامل ګڼي.

د نوموړي په خبره، د خلق ډیموکراتیک ګوند حکومت هر څه تور او سپین لیدل او له مخالفانو سره‌یې ښه چلند نه‌درلود.

پخوانی مجاهد صالح محمد رېګستاني

ښاغلی رېګستاني وايي چې مجاهدینو د ثور په اتمه د افغانستان ازادي خپله او کمونېستي نظام‌یې نسکور کړ، خو د جهادي تنظیمونو ترمنځ اختلافات لامل شول چې یو پیاوړی حکومت جوړ نه‌شي او په هېواد کې کورنۍ جګړې پیل شي.

دی زیاتوي: "د ثور اتمه د کمونېستي حکومت پر وړاندې یو غبرګون و چې د افغانستان د ازادۍ لامل شو، خو په خواشینۍ سره پایلو یې افغانستان ته مصیبتونه راوستل چې علت‌یې د مجاهدینو ترمنځ اختلاف و."

ښاغلی رېګستاني ټینګار کوي چې د خلق ډیموکراتیک حکومت په فرد راڅرخېده.

دی اوسني حکومت ته سپارښتنه کوي چې د افغانستان وضعیت ته په پام، د خلق ډیموکراتیک ګوند تېروتنې تکرار نه‌کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسني حکومت تل د فرد واکمني رد کړې او ویلي یې دي چې د ټولو په ګډون د حکومت او نظام پر جوړولو عقیده لري.

خو د خلق ډیموکراتیک ګوند غړي د سکې بل مخ ویني.

مخکېنی پوځي او د ډاکتر نجیب‌الله پلوی امان‌الله امان ادعا کوي چې د یاد ګوند غړو، د ټولنیز عدالت د ټینګښت او د سردار محمد داوود د انحصارګرۍ پر وړاندې، پوځي کودتا وکړه.

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس ډاکتر نجیب‌الله

د ښاغلي امان په خبره د خلق ډیموکراتیک ګوند د هېواد لپاره یو پیاوړی امنیتي ځواک جوړاوه، د زده‌کړو زمینې یې برابرې کړې، خو د حکومتوالۍ د تجربې د نه‌لرلو او د جهادي ډلو پر وړاندې د ا فراطي چلند له امله، وپاشل شو.

ښاغلی امان وايي: "کله چې هغوی (د خلق ډیموکراتیک ګوند) سیاسي او پوځي ځواک ته ورسېدل، د حکومتوالۍ د تجربې د نه‌لرلو له امله هم حکومت وپاشل شو او هم په تېزۍ لاړل، دغه‌شان کیڼ اړخي وو او ښی لاسو ګوندونو ته‌یې زمینه برابره او د حکومت پر وړاندې یې د کفر فتوا ورکړه."

د ښاغلي امان په خبره مجاهدین هم د ثور په اتمه بریالي شول، خو حکومتوالۍ ته‌یې هېڅ پروګرام نه‌درلود او هدف‌یې یوازې د نظام سقوط و.

دی وايي، د مجاهدینو له راتګ سره په هېواد کې کورنۍ جګړې پيل او د پوځي وسایلو په ګډون د افغانستان ټولې شتمنۍ له‌منځه لاړې او یا ګاونډیو هېوادونو ته ولېږدېدې.

له بلې خوا افغانستان د ثور په روانه میاشت کې د مهمو پېښو شاهد دی.

امریکا او ناټو اعلان وکړ چې له افغانستانه د دوی د ټولو ځواکونو وتل به هم د همدې میاشتې په ۱۱مه نېټه پیلېږي او دغه‌شان ټاکل شوې وه چې د افغان سولې لپاره د استانبول ناسته هم د ثور میاشتې په شپږمه جوړه شي، خو دغه ناسته تر نامعلومې نېټې پورې ځنډېدلې ده.

(ښی-کیڼ) د امریکا دفاع وزیر لوید استین، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بروکسل کې د ناټو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د اعلان پر مهال.

ځیني د استانبول ناسته د بن ناستې ته ورته ګڼي چې په پایله کې یې په افغانستان کې یو موقت حکومت رامنځته شو او که چېرې د استانبول دا ناسته په ثور میاشت کې جوړه شي، د جګړې ښکېل لوري یوې هوکړې ته ورسېږي او د افغانستان سولې خبرې نتیجه ورکړي، د افغانستان په تاریخ کې به په دغه میاشت کې یوه بله مهمه پېښه هم ثبت شي.

خو د سیاسي چارو پوه عمر شریفي بیا د استانبول ناسته د افغان سولې لپاره د یوې اوږدمهالې پروسې مقدمه ګڼي.

ښاغلی شریفي وايي: "زه د اسنانبول ناستې ته د یوې اوږدمهالې پروسې د مقدمې په توګه ګورم، خو ښه دی چې دا بهیر پیل شي، ځکه چې د جګړې خوا ته زموږ د تلو امکان ډېر دی. افغانستان ښايي یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي. د استانبول ناسته د دې مسئلې د مهارولو لپاره یوه لار ده چې دا مسئله مهار او یوه سیمه‌ییزه اجماع رامنځته کړي."

خو تر اوسه روښانه نه‌ده چې د روان لمریز کال د ثور میاشتې پېښې به افغانستان کوم لوری ته بوځي.