د افغانستان عامې روغتیا وزارت: وروستیو اوونیو کې د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوي

ارشیف، د کابل په افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس یو شمېر اخته کسان او له امله‌یې یو مړ شوی ناروغ

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې په وروستیو اوونیو کې د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې نسبي زیاتوالی راغلي.

دغه وزارت په داسې حال کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتېدو وايي چې د سیمې په هېوادونو په ځانګړي ډول هند کې د کرونا ویروس درېیمه څپه د څونامي په څېر په چټکۍ خپرېږي.

د دې وزارت مرستیال ویاند عثمان طاهري ازادي راډيو ته وویل، که څه هم د کرونا درېیمه څپه افغانستان ته نه‌ده راغلې، خو عامې روغتیا وزارت له وړاندې ورته جدي تدابیر نیولي دي. دی وايي، که څه هم افغانستان کې مثبتې پېښې زیاتې شوي، خو د ګاونډيو هېوادونو په پرتله وضعیت ښه دی.

ښاغلي طاهري د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۶» له ازادي راډیو سره په خبرو کې د سیمې هېوادونو په ځانګړي ډول هندوستان ته د افغانانو د سفر په اړه وویل: "د تېر په پرتله په هوايي سفرونو کې کموالی راغلی دی، هغه کسان چې هوايي سفر کوي د پي‌سي‌ار 'کووېډ-۱۹' منفي پایلې هم لري، خو له بده مرغه د هرې ورځې په تېرېدو د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې نسبي زیاتوالی لیدل کېږي، خو بیا هم د ګاونډيو هېوادونو په پرتله زموږ وضعیت ښه دی، ستونزه اصلاً د خلکو بې‌غورۍ کې ده، دوی باید روغتیايي پاملرنې عملي کړي."

هند کې د کرونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو د سوځولو مراسم

ښاغلی طاهري د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د کابل په ګډون به یو شمېر نور ولایتونه قرنطین شي وویل، تر دې دمه حالات دومره خراب نه‌دي چې د قرنطین پرېکړه وشي.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې اوس‌مهال په هندوستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر بل هر وخت زیات شوی دی.

په هندوستان کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي له ازادي راډيو سره په یوې ځانګړې مرکه کې هندوستان ته د درملنې لپاره د افغان ناروغانو پر ورتګ اندېښنه وښوده او ویې‌ویل چې لږ تر لږه هره ورځ دوه یا درې افغانان د کرونا ویروس له امله مړه کېږي.

ښاغلی ماموندزی وايي: "اوس دلته شرایط ډېر خراب دي، وضعیت بد دی، موږ له بده مرغه په تېرو څو ورځو کې ډېر داسې واقعات درلودل چې خلک دلته د نورو ناروغیو درملنې ته راغلي، خو په روغتونونو کې کرونا شوي دي او په حق رسېدلي دي، تقریباً هره ورځ دوه یا درې داسې واقعات لرو."

په دې اړه نور: هند کې افغان سفیر: دې ورځو کې هند ته دې له سفره ډډه وشي

ښاغلی ماموندزی له ټولو مسافرو او ناروغانو غواړي چې هندوستان ته له ورتګ ډډه وکړي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په هندوستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو افغانانو دقیق شمېر نه‌لري.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح د دوشنبې په ورځ د ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره په یوې ناسته کې افغانستان ته د هند د پروازونو په بندېدو، د هند او پاکستان په پولو کې د مسافرو په تګ راتګ، د شپې په ګرځ‌بندیز، په راټولېدو بندیزونه او د اضطرار کمېټو په فعالولو بحث وکړ.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح

دا په داسې حال کې ده چې له هند نه افغانستان ته د خلکو پر تګ راتګ اندېښنې ډېرې شوې دي.

د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي، د کابل-ډ‌هلي ترمنځ پروازونه د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره جریان لري.

د دغه وزارت ویاند محمد نعیم صالحي ازادی راډیو ته وویل: "ټول مسافر چې په هند کې دي کولای شي افغانستان ته راشي، خو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر، د هوايي چلند ملکي ادارې د هوايي ټرانسپورت له لارې ټولو مسافرو ته خبرداری ورکړی، هر مسافر چې له بهر نه په تېره له هند او ایران نه افغانستان ته راځي، باید د کرونا منفي ټسټ ولري او که نه نو د سفر اجازه نه‌ورکول کیږي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا د اخته کسانو ۲۱۰ نوې پېښې ثبت شوي چې له دې سره په ټوله کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر۵۹ زره ۲۲۵ ته ورسېد.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترې ۱۹ کسان مړه شوي چې د ټولو مړه شویو شمېر ۲ زره ۵۹۸ ته ورسېد او څوک چې ترې رغېدلي شمېر یې ۲۵ زره، ۵۲۰ تنو ته رسېږي.