روغتیا وزارت د کرونا د درېیمې څپې مخنیوي لپاره په ځینو محدودیتونو غور کوي

ارشیف، د کابل په افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس یو شمېر اخته ناروغان

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو د مخنیوي لپاره په ځینو محدودیتونو غور کوي.

د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح نن یوې غونډې ته ویلي چې له ایران او پاکستان سره په ګډه پوله پر تګ راتګ محدودیتونه، د هند د پروازونو ځنډول، د شپې ګرځ‌بندیز، پر غونډو باندې بندیز او د عاجلو مرستو د کمېټو فعالول په دې پلانونو کې شامل دي.

ده زیاته کړې ژر دا وړاندیزونه د دولت له مشرتابه او امنیت شورا سره شریکوي څو هغوی یې په اړه پرېکړه وکړي.

په افغانستان کې دا څو وروستۍ ورځې د کرونا د مثبتو پېښو د زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي.

اوس وخت په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې له ۵۹ زرو پورته تللي او د مړو شمېره هم ۲،۵۹۲ ته رسېدلی دی.