طالبانو د عباس ستانکزي له خولې د خپلو بندیانو د خوشې کېدو راپورونه رد کړل

د طالبانو د قطر دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی

طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې په‌کې د دوی د یوه جګپوړي چارواکي له خولې ویل شوي اووه زره بندیان‌یې ژر پرېښودل کېږي او د مشرانو نومونه‌یې د ملګرو ملتونو له تور لېست نه ایستل کېږي.

د هغوی یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د قطر دفتر د مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د ټویټ له مخې دغه خپور شوی خبر نا سم دی. هغه وویل چې ښاغلی ستانکزی ټويټر نه‌کاروي.

د امریکا او طالبانو د دوحې د تړون په اساس چې ۲۰۲۰ کال لاسلیک شوی و، افغان حکومت پنځه نیم زره طالبان خوشې کړل.

په دغه تړون کې د نورو بندیانو د خوشې کولو خبره هم راغلې، خو افغان حکومت‌یې کلک مخالفت کړی دی.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ویلي تر څو چې د سولې تړون نه‌وي شوی د طالبانو نور بندیان نه‌خوشې کېږي.