ولادیمیر پوتین له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره ویني

ارشیف، په ۲۰۱۱ کال کې د ولادیمیر پوتین او جو بایډن لیدنه

ټاکل شوې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین راتلونکې جون میاشت کې له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره وویني.

دا خبره د کرملېن یوه لوړپوړي سلاکار یوري اوشاکوف پرون د اپرېل په ۲۵مه داسې مهال کړې چې د امریکا او روسیې ترمنځ لانجې زیاتې شوې دي.

د پوتین د بهرني سیاست دغه سلاکار ویلي، د دغه ملاقات په اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې، خو په خبره‌یې ممکن جون میاشت کې ترسره شي.

د همدې میاشتې په پيل کې جو بایډن خپل روسي سیال ته د مخامخ ملاقات وړاندیز وکړ.

سپینې ماڼۍ ویلي، د بایډن او پوتین ملاقات به د اروپا په یوه هېواد کې کېږي، اتریش او فنلند له وړاندې د دغې کتنې کوربه‌توب ته چمتووالی ښودلی.