د نړۍ یو شمېر هېوادونه له کرونا ځپلي هند سره مرستې کوي

هند کې په کرونا ویروس یو اخته کس

د نړۍ یو شمېر هېوادونو پرون له هند سره چې د کرونا ویروس په‌کې لکه د څونامي په څېر سرایت کړی او روغتونونه د بسترونو، روغتیایي وسایلو او اکسیجن له کمي سره مخامخ دي، د مرستو ژمنې وکړې.

په دې هېواد کې پرون پر کرونا د کسانو د اخته کېدو او ترې د مړه کېدو یو نوی ریکارډ ټینګ شو.

سپینې ماڼۍ وویل، متحده ایالت به د 'کووېډ-۱۹' واکسین لومړني مواد، روغتیایي تجهیزات، ټسټونه او د خوندیتوب تجهیزات سمدستي هند ته ورکړي.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې وویل، متحده ایالاتو د هغو مشخصو موادو سرچینې په نښه کړي چې د هند کمپنۍ یې د کوویشلد یا استرازینیکا واکسین د تولید لپاره ورته عاجله اړتیا لري.

یوه روغتیايي کارکوونکې د استرازینیکا واکسین د تطبیقولو لپاره چمتو کوي. April 7, 2021

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې په هند کې په پراخه کچه د کرونا ویروس خپرېدو د امریکا پر ولسمشر جو بایډن فشار لازیات کړی چې له نورو هېوادونو سره د واکسین مرسته وکړي.

متحده ایالات په دې وروستیو کې په نړۍ کې د کرونا ضد واکسین په برخه کې د یوه مخکښ هېواد په توګه راڅرګند شوی. بایډن ویلي متحده ایالات به تر هغو چې په کور دننه‌یې د واکسین اړتیا پوره شوې نه‌وي، نورو ته واکسین ورنه‌کړي.

خو دا غوښتنه په زیاتېدو ده چې متحده ایالات دې د استرازینیکا هغه ۳۰ ملیون دوزه واکسین چې تر اوسه‌یې نه‌دی تأیید کړی، هند یا نورو هېوادونو ته چې ورته اړتیا لري، ورکړي.

متحده ایالت له هند سره د کرونا ضد واکسین د لومړنیو موادو د مرستې خبره داسې مهال کوي چې د هند د سیروم انسټټیوټ چې د استرازینیکا واکسین تولیدوي، روانه اوونۍ وویل چې نه‌شي کولای د واکسین د تولید اندازه په میاشت کې ۱۰۰ ملیونو دوزو ته ورسوي.

تر دې مخکې اروپایي ټولنې او د دې ټولنې مهمو غړو فرانسې او جرمني هم له هند سره د مصنوعي ساه ایستلو د دستګاوو په ګډون د روغتیایي وسایلو او اکسیجن د مرستو ژمنې کړې دي.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین په یوه ټویټ کې ولیکل، د هند چې د کرونا وبا د ثقل په مرکز بدل شوی، ملاتړ ته چمتو یو او زیاته‌یې کړه چې اروپایي ټولنه به په چټکۍ هند ته د اړتیا وړ هغه مرستې ورسوي چې دې هېواد یې غوښتنه کړې ده.

په عین حال کې بریتانیا وویل، د تنفس مصنوعي دستګاوې او نور روغتیایي وسایل به د روانې اوونۍ په پیل کې هند ته ورسېږي.

پاکستان هم چې له هند سره‌یې اړیکې ترینګلې دي، نوې ډېلي ته د روغتیایي وسایلو د مرستې وړاندیز کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، بشري مسایل د دې تقاضا کوي چې پر سیاسي مسئلې تر غور پرته ورته ځواب وویل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

دغه‌راز ایدهي فونډېشن چې د پاکستان یوه پېژندل شوې خیریه ټولنه ده، د هند له روغتیا پالانو سره د مرستې لپاره هغه هېواد ته د رضاکارانو او ۵۰ امبولانسونو د استولو وړاندیز کړی، خو تر اوسه نه‌ده څرګنده چې ایا هند د پاکستان دغه مرستې منلې او کنه؟

په هند کې پرون یکشنبه د کرونا د نږدې درې نیم لکه مثبتو پېښو او له امله‌یې د نږدې ۲ زره او ۸۰۰ مړینو په ثبتېدو سره یو نوی ریکارډ ټینګ شو.

د رسمي شمېرو له مخې په هند کې له ۱۶ ملیون زیات کسان پر کرونا اخته شوي او نږدې ۱۹۰ زره هم ترې مړه شوي دي.