چارواکي: په لوګر کې د مس عینک کان ۷ساتونکي وژل شوي

آرشیف، په لوګر کې د مس عینک کان

په لوګر کې د مس عینک کان اووه ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د لوګر د پولیسو ویاند ګل حیدر احمدي ازادي را‌ډیو ته وویل چې نن یکشنبه (د غويي ۵مه) ماسپښین له غرمې وروسته دوه بجې د دې ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په سید اباد سیمه کې وسله والو طالبانو د مس عینک کان پر ساتونکو وسله وال برید کړی چې په ترڅ کې یې اووه سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د احمدي په وینا پېښه هغه مهال شوې چې یاد ساتونکي د مس عینک غُنډ ته پر لاره و چې د وسله والو له کمین سره مخ شوي دي.

حیدر د دې پېښې په اړه نور جزئیات نه دي شریک کړي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې په دې برید کې یې اته سرتیري وژلي دي.