افغانستان کې پر خبریالانو او فعالانو حملې ملګري ملتونه اندېښمن کړي

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي چې نږدې ۵ میاشتې وړاندې په هلمند کې ووژل شو او طلوع ټلویزیون پخوانی ویاند یما سیاووش

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې ځانګړې راپورټرې د افغان خبریالانو او بشري حقونو په مدافعینو د تاوتریخوالي او وژنو قضیو ته نه رسېدنه د جدي اندېښنې وړ بللې ده.

ماري لاولر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازې ته په یو لیک کې لیکلي: "موږ په ځانګړي توګه د دې وژنو په اړه د تحقیقاتو نه ترسره کېدو او د خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښمن یو. "

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې ځانګړې راپورټره ماري لاولر

په لیک کې دا هم راغلي چې د هدفي وژنو عاملین د نه مجازاتو له امله خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

په لیک کې پر افغان چارواکو غږ شوی چې د عدالت ټینګښت او نورو بریدونو د مخنیوي لپاره باید بشپړه او قانوني څېړنه وکړي او د خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعینو په وژنو کې د تورونو کسانو عادلانه محاکمه پیل شي.

په همدې حال کې له ازادو رسنیو نه د ملاتړ سازمان 'نی' مشر مجیب خلوتګر وايي چې افغان حکومت د خبریالانو د وژنو قضیو ته رسیدنه نه ده کړې او دا د بریدونو دوام ته زمینه برابره کړې ده.

ښاغلي خلوتګر زیاته کړه: "له بده مرغه افغان حکومت د خبریالانو د وژنو دوسیو په ځانګړي ډول هدفي وژنې چې له شااوخوا یو کال راهیسې روانې دي د څېړنې لپاره ډېر څه نه دي کړي. دا د دې لامل شوی چې دا کسان له پخوا ډېر زړور شي او خبریالانو وژنو ته دوام ورکړي. "

له ازادو رسنیو نه د ملاتړ سازمان 'نی' مشر مجیب خلوتګر

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو په چاو کې ځانګړې راپورټرې ماري لاولر دغه شان په دغه لیک کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي یادونه هم کړې چې نږدې ۵ میاشتې وړاندې په هلمند کې ووژل شو.

ماري په افغانستان کې د خبریالانو او بشري حقونو فعالینو د وژنو مخنیوي لپاره د بیړني اقدام غوښتنه کړې، څو دا حملې ختمې شي.

خو هغې د ولسمشر لومړي مرستیال په وروستیو څرګندونو اندېښنه ښودلې چې ویلي یې دي، د فیفا بنسټ د اجرائيوي رئیس یوسف رشید د ترور عاملینو باندې باید د اعدام حکم پلی شي.

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي چې نږدې ۵ میاشتې وړاندې په هلمند کې ووژل شو.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري وايي چې کمېسیون پر ژورناليستانو او د بشري حقونو پر فعالانو د هدفي وژنو او سیسټماتیکو حملو په اړه اندېښنه لري.

نظري زیاته کړه: "هدفي او سیسټماټیکې وژنې د دغو ډلو له خوا د یوه نوي مېتود په توګه کارول کېږي. د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون په دې اړه جدي اندېښنه لري او پر حکومت غږ کوي چې د هدفي وژنو عاملین وپېژني او عدالت ته یې وسپاري. "

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري

خو د جمهوري ریاست مرستیال ویاند لطیف محمود ازادي راډیو ته وویل چې له ۱۳۸۱ کال څخه تر اوسه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۴۱ قضیې څېړل شوي او داسې قضیه نشته چې نه وې څېړل شوي.

محمود زیاته کړه: "اوس مهال داسې قضیې نشته چې تر څېړنې لاندې نه وې، یا کشف حالت کې دي او یا تر څېړنو لاندې دي او یا هم د محکمې په بېلابېلوپړاونو کې دي، د افغانستان د ټولو وګړو او خبریالانو د امنیت خوندیتوب د حکومت دنده ده."

دا په داسې حال کې ده چې قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې وروسته هدفي وژنې په ځانګړي ډول پر خبریالانو او مدني فعالانو زیاتې شوي دي.

افغان حکومت د دغو حملو مسؤل طالبان بولي، خو طالبانو په کراتو په دغو حملو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.