د کرنې وزارت: پروسږکال د چهارمغزو حاصلات نږدې ۱۵ هزار ټنه و

آرشیف، په بدخشان کې د چهارمغزو حاصلات

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې تېرکال ټول هېواد کې د چهار مغزو حاصلات نږدې ۱۵ زرو ټنو ته رسېده.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه(د غويي ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې ۲۸ ولایتونو کې چهارمغزو ښه حاصل ورکړی او کرکیله یې مخ پر زیاتېدو ده: "تېر ۱۳۹۹ لمریز کال کې د چهارمغزو حاصل په ټول هېواد کې ۱۴ زره ۸۷۷ مټریک ټنو ته رسېده او په پنځوس زره ۲۰۶ هکتاره ځمکه کې د چهار مغزو ونې کرل شوي دي."

نوموړی زیاتوي، د افغانستان خاوره او هوا د چهارمغزو د کر او حاصل لپاره مناسبه ده، خو یوازې شپږ ولایتونو لکه جوزجان، فراه، کندهار، هلمند، زابل او نیمروز کې چهار مغز ځکه نه کرل کېږي چې هوا یې ورته مناسبه نه ده.

چهارمغز د 'اې' او 'بي' ویټامینونو په درلودو سره یوه مهمه او با ارزښته مېوه ده چې زیاتره د افغانستان په غرنیو سیمو کې کرل کېږي او ښه وده کوي.

دم ګړۍ د افغانستان په بازارونو کې د یو کیلو سپین کړي چهارمغزو بیه ان تر ۷۰۰ افغانیو پورې رسېږي.