کندهار کې د «پي. وي. سي» پایپونو کارخونه پرانیستل شوه

آرشیف

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې کندهار کې د شااوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت د 'PVC' پایپونو د تولید فابریکه پرانيستل شوه.

د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن یکشنبه (د غويي ۵مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه فابریکه د شوراندام په صنعتي ښارګوټي کې په فعالیت پيل وکړ.

د دغې فابریکې رئیس عبدالباري ورور وايي، له دوی سره په یاده فابریکه کې شااوخوا ۱۰۰ کاریګر په مستقیم او غیر مستقیمه توګه په کارونو بوخت دي.

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه فابریکې لومړني مواد په هېواد کې دننه تولیدېږي او محصولات یې له کندهار پرته زابل، هلمند او د ارزګان بازارونو ته هم عرضه کېږي.

اوس مهال افغانستان د 'پي.وي.سي' پایپ برخه کې تر ډېره له ایران او پاکستانه واردات کوي، خو د اقتصادي چارو پوهان په هېواد کې د دغه ډول فابریکو جوړېدل د ځان بساینې پر لور ګام بولي.