دفاع وزارت: میدان وردګ کې ۲۸ طالبان وژل شوي

آرشیف، افغان امنیتي ځواکونه

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په میدان وردګ ولایت کې ۲۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې کومانډو ځواکونو پرون شنبه (د غويي ۴مه) د هوایي ځواک په ملاتړ د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه مرکز برید وکړ.

خبرپاڼه زیاتوي په عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو یوه اندازه وسلې او مهمات تخریب شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.