"ګڼو هېوادونو د ملاریا له منځه وړلو برخه کې پرمختګونه کړي"

انسان هغه وخت ملاریا نیسي چې د انافیل غوماشۍ یې وچیچي.

نن د ملاریا نړیواله ورځ ده. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، ګڼو هېوادونو د ملاریا د له منځه وړلو په برخه کې ښه پرمختګونه کړي او سږ کال دا ورځ د ملاریا د بشپړ ختمولو په شعار لمانځي.

ملاریا یوه ساري، خطرناکه خو د درملنې او مخنیوي وړ ناروغي ده. انسان هغه وخت ملاریا نیسي چې د انافیل غوماشۍ یې وچیچي.

په ملاریا باندې اوس هم د نړۍ په میلیونونه خلک اخته کېږي او هرکال په زرګونو خلک ترې مري.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپورونو له مخې افغانستان د نړۍ هغو هېوادونو کې دی چې په کې ګڼ خلک په ملاریا اخته کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ملاریا د کنټرول ملي پروګرام مشر محمد نعیم حبیب ازادي راډیو ته وویل، تېرکال یو لک او پنځه زره کسان په ملاریا اخته شوي وو چې اکثر یې د ختیځو سیمو اوسیدونکي وو.

د ملاریا په نښو کې لوړه تبه او تودوالۍ، شدید سرخوږی، کانګې، د بدن شدید دردونه او د وینې کموالی شامل دی.

د ملاریا ناقل غوماشۍ اکثر د چټلو اوبو ډنډونو او ناپاکو محیطونو کې اوسي.

روغتیاپالان په دې ناروغۍ د نه اخته کېدو لپاره د پشه خانو کارول او د کور او استوګنې سیمو د پاکوالي جدي سپارښتنه کوي.