هندوستان په یوه بله ورځ هم د نړۍ په کچه بې سابقه د کرونا ویروس نوې پېښې ثبت کړي دي.
راپورونه وايي چې د دې هېواد روغتونونه د بسترونو او اکسیجن له شدید کمي سره مخ دي.
یو هندی چارواکی دا په دې هېواد د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ څونامي بللې ده.
هندوستان د شنبې (د مرغومي ۴مه) په ورځ د کووېډ-۱۹ ناروغۍ نژدې ۳۴۷ زره نوې پېښې ثبت کړي دي. په دې هېواد په دې کچه د کووېډ-۱۹ پېښې د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره په نړۍ کې بې ساري دي. له دې سره په هندوستان کې د کرونا وبا د پیل راهېسې په دې ویروس د اخته شوېو کسانو له ۱۶ میلیونو وواښت.
د یو میلیارد او درې سوه میلیونو د وګړو په دې هېواد کې د کرونا وبا یوې تازه څپې شدت خپل کړی دی.
د شنبې په ورځ د هندوستان د روغتیا وزارت په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له کبله د ۲۶۲۴ نورو مړینو راپور ورکړ. له دې سره هند کې کرونا له کبله د تایید شوېو مړینو شمېر یو سلو نهه اتیا زره او پنځه سوه څلور څلوېښت کسانو ته ورسېد.
د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې د کووېډ – ۱۹ سره د تړلو مړینو په دې شمېر هند له امریکا، برازیل او مکسیکو وروسته د نړۍ څلورم هېواد دی چې کرونا په کې زیات خلک وژلي دي.
په دې اړه نور: د هند نوي ډهلي کې ښاربندي د یوې بلې اوونۍ په مخه وغځول شوههندوستان کې د کرونا دې بې سارې پېښو راپور داسې مهال ورکول کېږي چې د هندوستان ځايي رسنۍ وايي، روغتونونه د اکسیجن له شدید کمي سره مخ دي.
د انډین اېکسپرېس ورځپاڼې په وینا د نوي ډیلي په روغتونو کې ۲۰ تنه د کووېډ-۱۹ شدید ناروغان د اکسیجن د فشار د کمي له کبله یوازې په یوه شپه مړه شوې دي.
په هند کې مېشت افغان لیکوال او د ازادي راډیو پخواني همکار ومان نیازي ازادي راډیو ته وویل چې هند کې خلکو او روغتونونو د داسې یو وضعیت اټکل نه وکړی.
له ومان نیازي سره مرکه دلته واورئ:
په دې اړه نور: هند کې کرونا وبا وروستۍ څپې ورځنی ژوند اغېزمن کړینوموړي وویل، خلکو د ګڼې ګوڼې څخه په ډکو مذهبي مراسمو او همدارنګه په انتخاباتي کمپاینونو کې برخه اخېسته او په دې هېواد کې عمومي باور دا وو چې کرونا نوره ماته شوې ده.
- هند سره د امریکا د مرستې ډاډ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پر خپل ټویټر له هندوستان سره د کرونا وبا د وروستۍ څپې له کبله د مرستې ډاډ ورکړی او ویلي یې دي: "موږ د هندوستان په حکومت کې له خپلو شریکانو سره له نژدې کار کوو او په چټکه توګه به د هندوستان خلکو او د هند د روغتیايي سیستم اتلانو ته اضافي ملاتړ ورسوو."
- هند سره د پاکستان له خوا د مرستې وړاندیز
په پاکستان کې د ایدهي بنسټ له خوا هم هندوستان ته د مرستې وړاندیز شوی دی.
د دې بنسټ مشر فیصل ایدهي په یو لیک کې د هند صدراعظم ناریندارا مودي ته لیکلي، دوی ته دې اجازه ورکړي چې د داوطالبانو او پنځوس امبولانسونو سره د کرونا وروستۍ څپې په وړاندې د مبارزې په خاطر د هند د روغتونو ملاتړ ته ورشي.
تر اوسه نه ده څرګنده چې هندوستان د پاکستان دې خیریه بنسټ د مرستې وړاندیز ته څه ځواب ویلي.
ایدهي فاونډیشن په پاکستان کې د خیر ښیګڼې د کارونو یو مخکښ بنسټ دی او په دې هېواد کې د امبولانس پراخ خدمات وړاندې کړي.
- هند سره د ایران چلند
بل خوا د ایران د هوايي چلند ادارې هند او پاکستان ته په دې هېوادونو کې د کرونا ویروس په پېښو کې د ناڅاپي زیاتوالي له کبله الوتنې بندې کړي دي.
ایرنا خبري اژانس ویلي، دا پرېکړه چې د شنبې د ورځې راهېسې عملي شوې د ایران د روغتیا وزارت کړې ده.
- هند سره د جرمني چلند
جرمني هم د کرونا د هغې بدلې شوې بڼې له ویرې چې په هندوستان کې لیدل شوې پلان لري دې هېواد ته پر سفر بندیز ولګوي.
جرمني رسنیو د دې هېواد د روغتیا وزیر له خولې ویلي، حکومت به یې هند د هغو هېوادونو لېست کې شامل کړي چې په کې د کرونا د نوې بڼې د رامنځ ته کېدو اندېښنه ده.
د جرمني د روغتیا وزارت ویلي، تر اوسه د کرونا ویروس د هندي بڼې څو انفرادي پېښې رپورټ شوي.
جرمني خپله هم د نن ورځې څخه په دې هېواد کې د کرونا د خپریدو د مخنیوي لپاره نوې بندیزونه لګولي دي او د دې هېواد صدراعظمې انګېلا مېرکل له خلکو غوښتي نوي محدودیتونه دې چې د شپې ګرځبندیز هم په کې شامل دی عملي کړي.